ایکنا نیوز د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پرون په ایکس ټولنیز چینل کې پخپل یوه پيغام کې ليکلي: «د افغانستان په شمالي سیمو کې د ويرانونکې زلزلې بيا پېښېدا چې د دغه هېواد ښاریزو ته ئې یوشمیر د مرګ ژوبلې اړولي ، او پراخ زيانونه ئې رسولي، خپله ژوره اندیښنه اوخواښوږي څرګندوو او فوری مرستو لیږدولو ته تیار یوو.
هغه د افغانستان حکومت او ولس ته د صادقانه همدردئ تر څنګ، د زخميانو لپاره د چټکې روغتيا دعا وکړه او زياته ئې کړه: «د ایران اسلامي جمهوريت له زلزله ځپلو ته او له غمجنو خلکو سره د فوری مرستو لیږد او رسولو ته تیار دی.
په مزار شریف کې د ایران د اسلامي جمهوريت کنسولګرئ په يوه انسان دوستانه ګام کې، د دغې پېښې زيانمن شوؤ لپاره د ایران د انساني مرستې لومړنۍ جوپه چې ۲۶ ډوله اړتياوي درمل او خيمې پکې شاملې دي، ځايي چارواکو ته وسپارله. په مزارشريف کې د ايران سرکنسول سمنگان ولايت ته په سفر کې، د افغانستان له ولس سره د همدردۍ څرګندولو تر څنګ، پر دوامدارې ملګرتیا او او د نورو مرستو پر استولو ټينګار وکړ.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له مخې، د دوشنبې په سهار وختي ۶.۳ ريختري زلزلې په بلخ او سمنگان ولايتو کې تروروستیو پورې ۲۷ کسان مړه شوي او نږدې ۱۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.
https://www.avapress.com/fa/news/334804